خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې

Posted by on Aug 10th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار:- د زمري ١٧ مه چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د نېکمرغه کوچني اختر لومړئ ورځ وه، په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د عبادتونو، صدقو ورکولو، لمانځونو او نورو مذهبي او کلتوري مراسمو سره ولمانځل شوه.

د افغانستان مسلمان او متدين ملت هم د پخوا په څېر د نورې اسلامي نړۍ سره په گډه دغه نېکمرغه ورځ تجليل او ولمانځله.چې د هېواد په ګوټ ، ګوټ کې لوى پرودګار ته د ټولې اسلامي نړۍ خاصتاً په ګران هېواد افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې دعاګانې وشوې.

خوست هغه ولايت وو، چې له نېکه مرغه په مرکز او ولسواليو کې يې په سلګونو زرو مېشتو ولسونو په لويو عيدګاوو کې د دولتي چارواکو سره په ګډه لمانځونه ادا  او د اختر لومړۍ ورځ يې د پوه ډاډمن امنيت او د سولې په فضا کې تېره کړه.

خوست د هېواد په کچه   هغه سرحدي مهم، حساس او ستراتيژيک ولايت دى ، چې د شمالي وزيرستان سره شاوخوا ١٨٤ کيلومتره ګډه پراخه پوله لري ، چې له نېکه مرغه سره د دې  د ډېرو ولايتونو په پرتله يې  امنيت دومره ښه دى، چې له خوسته بهر خلک يې تصور هم نشي کولى.

د دې ټينګ امنيت راز د ولايتي ادارې په چوکاټ کې د ټولو ملکي، عدلي ، قضايي ، کشفي او امنيتي ارګانونو ترمنځ کلکه همغږي، د ځواکونو پياوړتيا،لوړ مرال او همداشان ولسي همکاري بللى شو.چې ټولې پرېکړې، تصماميم او مشورې په مشترکه توګه پرمخ وړي او د پوره تفاهم او همغږۍ په روحيه يې سرته رسوي.چې له کبله يې پدې سرحدي او د پراخې پولې درلودونکي ولايت امنيتي وضعيت تر ډېره بريده د اطمنان وړ دى.

پدې ولايت کې سرحد او پراخې پولې ته په کتو سره ډېر داسې ګواښونه ول، چې د نېکمرغه کوچني اخترپه ورځ به وسلوال مخالفين ددې هڅه او هاند وکړي،چې له بېلابېلو لارو په ښارونو، کوڅو او لېرې پراتو ولسواليو کې  مرګوني بريدونه وکړي ،ترڅو له يوه طرفه پدې ستراتيژيک ولايت کې د اختر مراسم په ښه شان سره ترسره نشي او بل طرف ته عامو خلکو او لوړپوړو دولتي چارواکو ته ځاني زيان واړوي.خو خوشبختانه چې د ځانګړو  امنيتي تدابيري پلانونو او ولسي همکارۍ هېچا ته د دې موقع ورنه کړه، چې پدې نېکمرغه ورځ خپل شوم اعمال سرته ورسوي.

د اختر په سهار د همدې ګواښونو، راپورونو او چالشونو سره، سره د ولايت ټولې رهبري دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي له کوره د دې ولايت د لوى مرکزي جامع جومات په لوري په پلي توګه ولاړل او هلته يې د زرګونو خلکو په منځ کې د اختر لمونځ ادا کړ او وروسته يې له لمونځ کوونکو سره غېږ په غېږ اخترمبارکۍ وکړې.

کتوونکي پدې باور دي، که چېرې په ټولو ولايتونو کې لوړپوړي چارواکي د اخترونو او نورو مذهبي او کلتوري مراسمو پروخت دخلکو منځ ته ورشي او د بې اعتمادۍ فضا له منځه يوسي، نو شوني ده، چې خلک به په دولت  خپل باور پياوړى کړي اوبيا به هېڅ وخت  چاته د دې زمينه مساعده نشي، چې د دولت او ولس ترمنځ اوبه خړې کړي او خپل کبان په کې ونيسي.

مبارزمحمدځدراڼ

نېټه:١٣٩٢-٥-١٧

ورځ:شپږم((پنجشنبه))

 

 

 

Leave a Reply

WP-SpamFree by Pole Position Marketing