د انسان ارګانیزم او سالمی جنسی اړیکی ( د یوی څیړنی پایله )

Posted by on Aug 25th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 

      څو ورځی وړاندی می یوه نژدی دوست او دچا خبره د تور پیکی یار ، همایون تاچ د « محبت » پنامه په لندن کی د خپریدونکی مهالنۍ د روان ۲۰۱۳ کال د جون دمیاشتی ګڼه را ولیږل . دا مهالنۍ تل په زړه پوری لیکنی خپروی ، خو دا ځل یی دوی مالوماتی مقالی راته دزیاتو لوستونکو دپاره د ویلو وړ ښکاره شوی او و می پتیئل څو پښتو ژباړه یی د خپلو لیکنو د مینه والو سره شریکه کړم .

    د پیل په توګه غواړم د روسی طبپانو لخوا د انسان د فیزیولوژیکی ځانګړتیاوو او ورځنی ژوند په هکله د یوی په زړه پوری څیړنی څخه تر لاسه شوی مالومات چی ښاغلی ډاکتر نبی نجات نوموړی مهالنۍ ته سپارلی دی ، را وژباړم . ما ډیر غوښته چی پخپله روسی متن پښتو ته واړوم . مګر دغه محترم دلیکنی اخستځای ندی ښودلی ، ځکه نو ما ونه کړای شوه د اصلی متن څخه ژباړنه تر سره کړم . په هر حال ، ډاکتر صاحب نبی نجات نوموړی لیکنی ته د ( محاسبه زندګی ) سرلیک ورکړی دی . زه نپوهیږم  دا د اصلی متن سرلیک دی او که ده ورته دا سرلیک مناسب ګڼلی دی ، خو ما په پښتو متن کی  لوړ سرلیک غوره وګاڼه . دا تاسی او دا هم د لیکنی ژباړه :

     روسی طبپوهانو د انسان په هکله چی عمر په منځنی توګه اویا ۷۰ کاله په پام کی نیولی ، د یولړ څیړنو پر بنسټ لاندی مالومات تر لاسه کړی دی :

    ۱ ـ انسان د خپل ۷۰ کلنی عمر د مودی څخه پوره ۱۳ کاله خبری کوی ، ۶ کاله په غذا خوړلو تیروی  او ۲۳ کاله په خوب کولو .

    ۲ ـ هر انسان پدغه موده کی په سلګونو ټنه غذا خوری . که چیړی د نوموړی انسان وزن د ۷۵ څخه تر ۸۰ کیلو ګرامه پوری ونیسو ، ویلای شو چی دی د ۱۲۵۰ څخه تر ۱۳۳۵ ځله پوری د خپل وزن برابر زیاته غذا خوری ، په ۲۴ ساعتونو کی زر لیټره هوا تنفس کوی ، زړه یی په هره دقیقه کی د ۸۰ څخه تر سل ځله پوری انقباض او انبساط کوی چی پدغه حساب د یوه انسان زړه په ټول عمر کی دوه میلیارډه او اته پنځوس میلیون واره بیله وقفی څخه حرکتی فعالیت تر سره کوی .

    ۳ ـ انسان په منځنی توګه هره ورځ ۲۰۰۰۰ شل زره ګامه تګ ګوی چی هر کال ۷ میلیون ګامه او په ټول عمر کی پنځه سوه زره کیلومتره واټن وهی .

    ۴ ـ ددغی شمیرنی له مخی ویلای شو چی هر نفر کولای شی په ټول عمر کی نه ځله پر پښو باندی د ځمکی د کری پر خواوشا را وګرځی ( د یادونی وړ ده چی د ځمکی څخه تر سپوږمۍ پوری واټن ۳۹۰ زره کیلومتره دی ) .

     ۵ ـ د انسان د بدن د پوست پر مخ په هر ساعت کی ۳۰ میلیونه میکروبونه پریوزی او دهغوی څخه ۲۹ میلیونه مری او دوه ساعته وروسته ددغو ۳۰ میلیونو څخه یوازی ۷ زره ژوندی پاته کیږی .

    ۶ ـ د انسان په بدن کی د ۲ څخه تر ۴ میلیونو نقطو پوری شته چی د نور بدن په پرتله ډیری حساسی دی .

    ۷ ـ د انسان د بدن پوست د ۳۴ څخه تر ۳۵ سانتی ګریډ درجو پوری تودوخه زغملای شی ، مګر که د وچ اقلیم په سیمه کی دا تودوخه په تدریجی ډول تر ۱۵۰ ـ ۱۶۰ درجو پوری هم زیاته شی ، د زغملو وړتیا یی لری . په همدی ډول کولای شی تر ۲۷ درجو پوری تر صفر لاندی یخنی و زغمی .

      ۸ ـ انسان کولای شی یوازی د اوبو په څکلو سره تر ۵۲ ورځو پوری ژوندی پاته شی .

     ۹ ـ د انسان په بدن کی تر ټولو حساس غړی سترګه ده چی کولای شی لس زره رنګونه تشخیص کړی . نوی زیږیدلی ماشوم تر ۸ میاشتنی عمر پوری ټوله دنیا یوازی په سپین او تور رنګ وینی .

      ۱۰ ـ په ټول بدن کی یوازنۍ برخه چی وینه نلری هغه د سترګو کسۍ دی .

     ۱۱ ـ د بدن د پوست په یوه سانتی متر کی په ټولیز ډول ۱۲ متره عصبی تارونه او ۴ متره واړه او میکروسکوپی رګونه شتون لری .

     ۱۲ ـ د انسان د سر د درد تر ټولو مهم لامل په لږه پیمانه د اوبو څکل دی .

     ۱۳ ـ انسان په منځنی ډول د خپل عمر شپږ کاله تلویزیون ګوری .

    ۱۴ ـ د انسان مغز د بدن د ټول وزن په سلو کی دوی برخی جوړوی ، مګر په یوازی سر ټول بدن ته د رارسیدونکی اکسیجن (*) په سلو کی ۲۵ برخی همدغه مغز کاروی . د ځینو ځانګړو ناروغیو د حالت پرته ، مغز په ټول عمر کی د پرمختګ په حال کی دی . د مغز حجری چی نیورون Neurons  نومیږی ، که هر څومره تحریک شی ، هغومره ډیری فعالی کیږی . د بیلګی په توګه چی څومره زیات د مغز نه کار واخیستل شی په هغه کچه یی فعالیت زیاتیږی ، د مغز نوی نیورونونه منځته راځی او په ناروغیو باندی یی د اخته کیدو چانس کمیږی . د نوو شیانو زده کول ، دشعرونو یاد ته سپارل او داسی نور د مغز په سالم ساتلو کی مرسته کوی .

     ۱۵ ـ په هفته کی کم تر کمه دوه ځله د کبانو غوښی خوړل اړین دی ځکه دا غوښی د Omega 3 غوړین توکی لری چی د الزایمر(**) د ناروغۍ چانس کموی . برسیره پر دی دا غوښی د انتی اوکسیدانت خاصیت او D ویټامین لری چی د مغز د حجرو مراقبت او ساتنه کوی . میوی او ترکاری هم انتی اوکسیدانت دی او راز راز ویټامینونه لری . په ځانکړی دول ویټامین C د مغز د حجرو د ورانیدو مخنیوی کوی .

     ۱۶ ـ د مغز څخه کار نه اخیستل او د دماغی فعالیت کموالی د مغز سره جفا ده . بی خوبی ، سترس او نور تشویشونه هم د مغز فعالیت ګډوډوی . منفی احساس لکه نفرت ، ناکام عشق ، د غمجنو کیسو یادول ، دا ډول شیان پر مغز باندی ناوړه اغیز ښندی .

    ۱۷ ـ ورزش او فزیکی فعالیت هغه څه دی چی بدن تغذیه او غښتلی کوی . هر هغه څوک په ځانګړی ډول د پاخه عمر کسان چی منظما ورزش کوی ، د الزایمر په ناروغۍ باندی یی د اخته کیدو چانس ډیر لږ دی . په کورنی کی دایمی شخړی د الزایمر په ناروغی باندی د نر او ښځی د اخته کیدو چانس زیاتوی . بریالی وادونه او په کورنی ارامه فضا د انسان روح اراموی ، عمر زیاتوی او د الزایمر چانس لږوی .

        څیړنی ښئی چی په زړه پوری جنسی ( سکسی ) اړیکی د انسان پر ارګانیزم او ژوندنی چارو باندی په لاندی ډول مثبت اغیز  لری :

 ۱ ـ جنسی اړیکی د وینو د فشار او د سترس په کمولو کی مرسته کوی .

۲ ـ د بدن دفاعی وړتیا جګوی . په هفته کی یو یا دوه ځله سالم جنسی فعالیت د بدن انتی باډی زیاتوی ، بدن ته د ذکام کیدو او نورو عفونی ناروغیو په وړاندی مقاومت ورکوی .

۳ ـ دیرش دقیقی سالمی جنسی اړیکی د انسان په فزیکی او روانی سلامتیا کی ډیر لوی رول لوبوی .

 ۴ ـ منظمی سالمی جنسی اړیکی د مغز او زړه د دریدو مخنیوی کولای شی .

 ۵ ـ د هغو جنسی اړیکو وروسته چی انسان د رضایت او خوښی احساس ور پکښی وکړی ، پر ځان باندی د باور او اعتماد حس غښتلی کیږی .

 ۶ ـ په زړه پوری جنسی اړیکی د مینی او عاطفی حس لوړ بیایی . د جنسی اړیکو پر مهال کله چی د Oxytocin پنامه هورمونونه خارجیږی ، په نر او ښځه دواړو کی یو دبل په وړاندی د مینی او لا نژدیوالی احساس زیاتوی .

 ۷ ـ سالمی جنسی اړیکی د پروستات په سرطان باندی د اخته کیدو چانس ټیټوی . کله چی انزال په سالم ډول تر سره شی ، په بدن کی ټولی جنسی غدی او په ځانګړی توګه پروستات فعال او تازه کیږی .

 ۸ ـ په جنسی اړیکو سره په ښځو کی د لګن خاصری عضلی غښتلی کیږی .

 ۹ ـ تر سالمو جنسی اړیکو وروسته نر او ښځه په خواږه خوب کی ډوبیدلای شی چی لامل یی د جنسی غدو او دماغی حجرو اراموالی دی .

۱۰ـ  جنسی اړیکی دواړی خواوی ( نر او ښځه ) یو پر بل باندی مهربانه کوی او د پیوستون او نژدیوالی احساس یی را پاروی .             د « محبت » له مهالنۍ څخه د ژباړی پای .

د ( metroXpress ) پنامه ډنمارکی ژبی ورځپاڼی هم د روان ۲۰۱۳ کال د اګسټ پر ۱۶ نیټه د ( ورزش مغز غښتلی کوی ) تر سرلیک یوه لیکنه خپره کړی چی غواړم د موضوع سره یی د تړاو له مخی دلته پښتو را واړوم :

« ورځنۍ فزیکی فعالیت حافظه ښه کوی او د دقت کچه لوړوی . د کوپنهاګن په پوهنتون کی سرطبیب پروفیسوره Bente Klarlund وایی : « څیړنو دا وښوده چی د فزیکی فعالیت پر مهال د BDNF ( Brain Derived Neutropic Factor ) پنامه یو ډول مواد تولیدیږی . دغه مواد بیا زموږ د مغز « هیپوکامپ » ( Hippocampus ) پیاوړی او لوی کوی . هیپوکامپ د مغز هغه برخه ده چی د حافظی څخه د کار اخیستلو او دقت کولو د پاره کار تری اخلو . دغه د مغز یوازنی برخه ده چی لوئیدلای یا کوچنی کیدلای شی . دا طبعی کار دی ، هر څومره چی انسان زړیږی ، په هغه کچه هیپوکامپ کوچنی کیږی . داچی د پاخه عمر کسانو حافظه کمزوری کیږی ، لامل یی همدغه شی دی چی هیپوکامپ یی وړوکۍ شویدی . ددی نیمګړتیا جبران د ورزش او فزیکی فعالیت له برکته شونی دی » . نوموړی پروفیسوره زیاتوی : « څیړنی ښئی چی د ورځنی فزیکی فعالیت له مخی د زړو کسانو د مغز هیپوکامپ په سلو کی دوه ۲٪ لوئیږی او د هغو کسانو دا چی دا ډول فعالیت نه کوی ، کوچنی کیږی او ورسره سم یی حافظه کمزوری کیږی . د هغو کسانو هیپوکامپ هم کوچنی دی چی عقلی ناروغه ( لیونیان ) دی » .

                                                   د نوموړی ورځپاڼی څخه د ژباړی پای .                                   د ژباړونکی یادوونه :

      (*) ـ د انسان د بدن هره حجره د ژوندی پاته کیدو او فعالیت پخاطر اکسیجن ته اړتیا لری چی د وینو په مټ ورته رسیږی . زړه د خپل انقباض او انبساط له برکته د ټول بدنه وینه راټولوی او سږو ته یی لیږی تر څو د تنفس شوی هوا څخه اکسیجن واخلی . وروسته یی بیرته د بدن هری برخی ته پمپ کوی چی هری حجری ته یی  اکسیجن ورسوی .

      (**) ـ د الزایمر ناروغی د حافظی ورانیدل منځته راولی چی زیاتره معمولا د ۶۵ کلنی عمر وروسته پیښیږی ، خو لدی نه په کښته عمر کی هم لیدل کیږی . د ځینو احصائیو له مخی دا مهال نژدی ۷ میلیونه کسان په نړی کی پری اخته دی او اټکل کیږی چی په ۲۰۵۰ کال کی به یی شمیرڅلور برابره لوړ شی . ددی ناروغۍ یو له لاملونو څخه په مغز کی د ځینوموادو لکه البومینو راټولیدل او غټۍ کیدل ګڼل شویدی .

                                                                                             پای

Leave a Reply

WP-SpamFree by Pole Position Marketing