Posts | Comments | E-mail /

د ایران سره ستراتیژیک تړون په بیړه لاسلیک شوی

Posted by on Aug 9th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

امان الله عمر
د افغانستان او ایران امنیت شوراګانو په خپل منځ کې د ستراتیژيکو همکارو هوکړه لیک لاسلیک کړ چی په پوځی او استخباراتی برخو کی دوه اړخیزی همکاری کوی اوس پوښتنه پیدا کیږی چی نوموړی تړون د افغانستان د وګړو سره د مشوری له لاری لاسلیک شوی؟
د ښاغلی داکتر رنګین داد فر سپنتا سفر ایران ته د کرزی په لارښونه تر سره شوی او دادی داکتر رنګین دادفر سپنتا د حامد کرزی په لاس لوبیږی، هغه سپنتا چی د ایران د لاسووهنی او رشوت له لاسه شکایت درلود. اوس داسی تړون د هغه چا سره لاسلیک کوی چی په ښکاره د افغانستان د ملی ګټی پر وړاندی قرار لری، ایران د افغانستان د ویش له پاره کار کوی او دا اوس د سنی طالبانو سره همکاری کوی تر څو د امریکی متحده ایالاتونو ته جوته کړی چی ایران کولی شی طالبان د یو وسیلی په توګه وکاروی هغسی چی پاکستان یی کاروی. داکتر سپنتا چی ویل کیږی د انقلابی نظر خاوند دی نو څه وشو چی د ایران شیطانی نظر او مفکوری ته تسلیم شو یو وخت خپله سپنتا ویلی وو چی ددی نظر د حامد کرزی په واکمنی کی خپل ځای لری, اوس پوښتنه دادی چی دده هغه نظر څه شو؟ دا ټولو افغانانو ته جوته دی چی ایران د افغانستان پر وړاندی د داکتر نجیب الله له دوره تر اوسه د دومخی او دوه ګونی سیاست څخه کار اخستی او دا لړی داوم لری. د ایران سره د افغانانو ستراتیژیک تړون په دی احساس وخت کی د افغانستان په ګټه نه دی, که ښاغلی حامد کرزی داسی انګیری چی ګواګی د امریکی متحده ایالاتو نظر ځانته جلب کړی او داسی ښکاره کړی چی ده کولی شی د ایران او حتی د شوروی یا د روسیی فدارتیف سره په راتلونکی موده کی داسی ورته ستراتیژیک تړون سند لاسلیک کړی چی ګواګی دا د یوی وسیلی په توګه وکاروی, چی دا سیاست ناکام دی او د امریکی متحده ایالاتونو ستراتیژی په سسیمه کی خورا پراخ دی چی د حامد کرزی د سنجش څخه لیری ښکاری. دا اوس داکتر رنګین دادفر سپنتا او د ښاغلی حامد کرزی پلویان په دی پوهیږی چی ایران نشی کولی د افغانستان د روانو چارو د حل د لاری په موندنی کی بریالی اوسی او ایران نشی کولی د افغانستان د بیا رغوونی او پراختیا په لاره کی د افغانانو په ګټه څه عمل تر سره کړی, ایران د حامد کرزی سره د څو ډالر په ورکولو  د امریکی سره لوبیږی , افغانانو ته دا ښکاره او جوته دی چی ایران نشی کولی د افغانستان یو ستراتیژیک دوست اوسی، هغه دا چی ایران په نړی کی د انزاو په حالاتو کی قرار لری او د سوریی د جګړی پر دوام او د ایران د دولت ستراتیژیک ستنه په سوریه کی د ناکامی او زوال سره مخامخ دی , همداسی په لبنان او فلسطین کی د ماتی سره مخامخ دی نو ایران مجبور دی چی خپل مالی امکانات هلته په کار واچوی , دا هیواد نشی کولی د افغانستان د ملی پوځ ، ملی پولیس  مالی امکانات برابر کړی نو په داسی یو حالت کی ستراتیژیک تړون څه مانا او موخه لری؟ ایران د تاریخ په مختلفو پړاونو کی د افغانانو دوسن نه دی پاتی شوی او دا اوس د امریکی سره د سیمی په انډول د یو څه د لاسته راوړلو په خاطر د افغانستان اوسنی سیاسی واکمنی څخه په ناوړه توګه استفاده کوی، هغه ایران چی د مذهب تر اغیزی لاندی غواړی خپل شطیانی ایدیالوژی په سیمه کی پلی کړی نو ددی موخی له پاره قدس او د ایران سیاسی مشران د طالبانو د وجود څخه لکه د حامد کرزی څخه چی استفاده کوی د هغوی څخه هم د یو پدیدی تر اغیزی لاندی چی هغه د ژبی او مذهب موضوع دی استفاده کوی ایران پخوا د داکتر نجیب له رژیم څخه په یوه بڼه پلوی کول مګر په بل اړخ کی د هغه د مخالفانو سره هر راز مالی او نظامی مرستی تر سره کول، چی د ایران دا شطیانی پالیسی په هغه وخت کی ټولو ته جوته دی او بیا وروسته د شمال ټلوالی سره دده هیواد اړیکی د یوی خوا څخه او بلی خوا څخه د شورا نظار د مخالفانو سره د ایران د قدس مرستی د بلی خوا څخه د تاریخ په پاڼو کی ثبت دی چی دادی اوس هغه څوک چی د وطن دوستی او انقلابیتیوب ادعا لری د هغه له خوا داسی یو تړون د یو دښمن هیواد سره لاسلیک کیږی چی خپله داکتر سپنتا صاحب ښه پوهیږی، داکتر رنګین سپنتا ته ضروری وو چی خپله استعفی یی مخکی کړی وای نه دا چی داسی یو ‌ذلت ته مخه کړی وای چی تاریخ یی ثبتوی، د حامد کرزی او د دده د پلویانو د خلاصون لاره نه دی چی د دښمن هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونو لاسلیک کړی بلکی د دوی خلاصون به دا وی چی د افغانستان وګړو ته رښتنی اووسی او د سیاسی معاملو څخه تیر شی، ایران او پاکستان د افغانستان دوستان هیبڅکله نشی جوړیدی افغانان باید بله لاره ځانته پیدا کړی.
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • *په خوست ولایت کې دمعتادينو ٢٠بستريز روغتون نوې وداني ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
    • د کندهار هوايي ډګر کې د ميليونونو ډالرو په لګښت رغونه روانه ده
    • اوباما: نظام اسد باید به خاطر استفاده از اسلحه کیمیایی مجازات شود
    • کمپاین علیه موتر های شیشه سیاه و بی اسناد در ولایت قندز
    • کشته شدن چهار بم گذار در ولایت پکتیا
    • آغاز روند توزیع ۳۴ میلیون جلد کتب درسی دوره ابتدایه
    • د افغانستان او د امریکی متحده ایالتونو تر منځ د امنیتي تړون لاسلیک اړتیاوي . لومړۍ برخه
    • نورستانى: نا امني د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ دى
    • د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه
    • به احتمال قوی امروز پنجشنبه بر سوریه حمله خواهد شد