کندهار(رسنۍ): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کندهار کې دسړک غاړې يوه ماين په چاودنه کې 30 ولسي وګړي وژل شوي او شاوخوا څلوېښت نور ټپيان شوي دي .
چاودنه پرون سهار ددغه ولايت د ميوند ولسوالۍ دعلي شېر کارېز په سيمه کې پر يوه 303 ډوله مساپر وړونکي موټر شوې ده .
د وزارت له لوري په خپره شوې وينا پاڼه کې ويل شوي دي چې دغه موټر له هراته دکابل پر لورې را روان و چې له پېښې سره مخ شو .په وينا پاڼه کې ويل شوي چې په وژل شويو کسانو کې لس ماشومان 7 مېرمنې او 13 نارينه دي .
د کورنيو چارو وزارت دبريد پړه د هېواد پر دښمنانو ور اچولې ده ، خو تر اوسه پورې د حکومت مخالفينو په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی .
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د ميوند ولسوالۍ په سرپوزه سيمه کې يو شخصي موټر په ماين ختلی و او پنځه ولسي وګړي پکې وژل شوي وو. د کورنيو چارو وزارت دغه بريد غندلی او د اسلام او بشريت ضد يو کار يې بللی دی .