Posts | Comments | E-mail /

افغانستان په ګډون دهند په لویه وچه د افغانانو حاکمیت:(۳) په زړه پورې تاریخې ناول

Posted by on Jun 26th, 2010 and filed under آنلاین کتابتون. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په تیر پسي
دقریب الرحمن سعید ژباړه

د تیرو څو ورځو راهیسې د سلطان علاؤالدین  مخبرانو  هغه ته  په پرلپسې توګه  دا  خبر ورکاوه  چې د منګولو حکمران قتلق خواجه  ددوو لکو فوځونو سره  یو ځاې   د ماورالنهر  څخه  را وتلې   او غواړې په هندوستان باندې  یرغل وکړي . د جلال الدین د مړیني وروسته  ، علاؤالدین په خپله  په  تخت  د کیناستو  نه تر دې  دمه  د خپلو  عسکرو او فوځونو  په اړه  ښه  روزنیز  پروګرامونه نه   درلودل . په دې خاطر  علاؤالدین د دهلي څخه لرې  د منګولو د فوځونو د مخنیوي په ځاې ددهلي دښار په  چاپیریال کې  د  دمنګولیایانو سره د  جنګ پریکړه  وکړه .

ددې خبرونو په ورسیدو سره  علاؤالدین د خپلو  نژدې  مشاورینو سره  مشوره  وکړه ، یو شمیر  امرأو  علاؤالدین ته د  جنګ د نه کولو  مشوره ورکړه ، هغوې په داسې حال کې  چې د هندوستاني  لښکرو  کمزورتیاوې په  ګوته کولې  ویي ویل  چې  په جنګ کې ماتې او برې  دواړه  شونې  دي . خو علاؤالدین دهغوې ددې  آند سره  موافقه نه کوله  او ویی ویل  چې د ستر و پادشاهانو  له پاره  په هیڅ ډول  د جنګ  څخه ویره  کول مناسب  نه دي.

په دې خاطر هغه د منګولیایانو  د یرغل د مقابلې  له پاره د ملتان حاکم  ظفرخان   دهلي ته را بللې و . د بله اړخه  د منګولیانو  حکمران  قتلق خواجه د خپلو  دوو  لکو فوځونو سره یو ځاې  په ډیره ګړندۍ توګه     د سیند  ددریاب  غاړو ته  را رسیدلې  و ، هغه د خپل لښکر سره  د سیند  د دریاب  څخه ، پرته  له کوم  مقاومته  ، را تیر  شوی و  ، خو  په  لاره کې پرتو کليو او ښارونو ته یي د  خپل ملکیت  په څیر  په  ګڼلو  سره  هیڅ  ډول  زیان  و نه رساوه ، هغه  ژر  تر ژره  د  لارې  فاصلې  یو په بل پسې وهلې ، خو کله  چې  دجمنا ددریاب  غاړې ته  راورسید نو هملته یی   د خپل لښکر سره   پړا و وکړ.

د منګولیا د حکمران د دې ګړندی  راتلوسره  د دهلي چار چاپیر  خلک د ویرې  او دهشت   په اساس  د خپلو کلیو  څخه کډه شول او د دهلي  ښار  ته یی پناه  یوړه . په دې  اساس د ښار   د نفوسو په  شمیره کې  پوره  ډیرښت راغې . د ښار  کوڅې ، کورونه او جوماتونه د خلکو د ګڼې ګوڼې  څخه داسې  ډک  شول ، چې  د الله نه پناه . پخپله د دهلی  اوسیدونکې ددې  ګڼې ګوڼي  څخه  پوزې  ته راغلي و، په دې  خاطر دتګ  را تګ  او  د خوراک څښاک د رارسیدو  ټولې  لارې تړل  شوې وې . په ښار کې دخوراکی توکو  قیمتونه  اسمان  ته رسیدل  او د  رعیت  حال د پخوا  څخه  نور  هم د خرابیدو په  لور  روان و . خو علاؤالدین  ددې ټولو خرابو  حالاتو سره سره بیا هم خپله  حوصله  له لاسه ورنکړه .

هغه وخت  چې د منګولیا  حکمران د خپل  لښکر سره یو ځاې د جمنا د دریاب  په غاړه  پړاو  وکړ  نو علاؤالدین د دهلي دښار ټولې دروازې  و تړلې  او یوازې  د  پټو  لارو  دروازې  یې پرانستې پریښودې . له دې وروسته  علاؤالدین  د درې لکو سپرو فوځونو  او دوه نیم زره   فیلانو د لښکر  سره یو ځاې په  پوره دبدبه او شان و شوکت  سره  د پټو دروازو  له لارې  ووت  او د کیکي   په میدانو کې د منګولیانو د حکمران  قتلق  خواجه  سره مخ   په مخ   پریوت .

د جنګ د پیلامې  له مخه  سلطان علاؤالدین   خپل  جنګي مسؤلین او  نظامي  منصبداران   هملته د جنګ  په  میدان کې  د غونډې  له پاره راوبلل . په دې  غونډه کې د ملتان  د حاکم  ظفرخان  ، علاؤالدین  خلجیي  او دهغه  دواړو  ورونه،  هر یو الماس  بیګ  او رکن خان  هم  موجود وو . په دې وخت کې  الماس  بیګ د سمانه حاکم و.د کړ  حاکم نصرت خان نه  علاوه د علاؤالدین خلجیي   نسبي  ورور الپ خان  هم په دې  غونډه کې  ګډون  درلود. کله چې  دا ټول  حاکمان او منصبداران  علاؤالدین  ته راغلل نو  علاؤالدین ورته  وویل :

دوستانو  ! د لږ ځنډ وروسته  جنګ  پیلیږي ، هغه  کړنلاره  چې ما خپله کړې  دهغې  له مخې  به د ظفرخان  لښکر د میمنې  په  توګه کار کوي ، الماس بیګ او رکن خان  به  د خپل لښکر  سره یو ځاې  د میسرې  په توګه  ددښمن  مخ ته ورځی  ، نصرت  خان او الپ خان  به  په مینځ کې  زما سره  اوسیږي ، که  چیرې په دې ویش  باندې تاسې کوم یو  نیوکه  لرئ نو  همدا اوس  یی ووایاست .

د علاؤالدین دخبرو  وروسته  ټول  چپه  خوله پاته شول . خو د ملتان حاکم  ظفرخان  وویل :

درونده  سلطانه !  زما  وړاندیز  دادې  چې ته په خپله  په خپل ځان په  جنګ کې برخه مه اخله ، زما لښکر به د میمني په توګه کار وکړي او الماس  بیګ او رکن  خان  به  د میسرې کار  تر سره کړي  د لښکر  منځنۍ برخه  یواځې  نصرت  خان  ته و سپاره . ته د خپلو  ساتونکو او خپل نسبي  ورور الپ خان  سره  د لښکر  دزړه شاته  څارنه وکړه.  ته  جنګ  ته ګوره  چې مونږ د جمنا ددریاب  په  غاړه  په دې منګولیانوباندې  څه لوبې کوو. دا مغل  خو ځانو ته  ډیر  جنګجویان  ، ډیر  زړه  ور ، او … وایی  خو زه تاته  ډاډ  درکوم  چې  مونږ  به  د جمنا ددریاب په  غاړه  دهغوې  ټول  باد  و کاږو .

د ظفرخان ددې وینا  په ځواب  کې  علاؤالدین  خلجیي  په  خندا شو او مخ  يي د خوشحالۍ نه   نه را ټولیده ، بیا یي په ډیر  شوق او ذوق  سره  ظفرخان  ته وکتل  او ورته  یی وویل :

ظفرخانه  !  هغه  څه   چې تا وویل  الله دې وکړې  چې  هغه  په  عملي  ډګر کې  پیاده کړې ، زه به ستا په مشوره  باندې  عمل وکړم . میمنه به  له تاسره وي ،  په میسره به زما دواړه ورونه  الماس بیګ اورکن  خان  شتون ولري  او منځنۍ برخه  به  نصرت خان  ته  ورحواله کړم . زما  په فکر  تاسې  باید یو یو کس  معاونین  هم ولرئ تر څو ستاسې  سره د جنګ  په وخت کې  بسپنه وکړي .

دسلطان په دې خبره  باندې   یو نا څاپه ظفرخان  وویل :

درونده سلطانه !  زه په خپل  لښکر کې داسې کوم  معاون ته اړتیا   نه لرم . ځکه  له ماسره  زما یو سړې شته ،د ظفرخان په دې خبره  علاؤالدین دهغه لورې ته  په ډیر  غور سره وکتل او ورته یي وویل ، ظفرخانه ! ته د چا په لور  اشاره کوې  . په ځواب  کې  ظفرخان  نرۍ  شانته خندا سره  وویل  چې  زما اشاره  د کمال الدین په لورې ده.

علاؤالدین  په حیرانونکې توګه  ورڅخه  و پوښتل  چې  ایا ته هغه کمال الدین وایي  چې  ستا غلام دې ، او تا د زندان  څخه را خوشی کړ او د جنګ  ډګر ته  دې   راوست ، ظفرخانه !  ایا ته پر خپل غلام د  ضرورت  نه ډیر باوري نه یي ؟

ظفرخان  ورته  یو ځل  بیا  په خندا ډکه خوله وویل  چې :

درونده  سلطانه  ! هغه  کمال الدین غلام  نه دې ، په ډاډمنه توګه ویلې شم  چې پر هغه د ضرورت  څخه  زیات  باور  او اعتماد  کیداې  شي. هغه داسې  جنګجو ، داسې زړه  ور  او داسې  ځان ځارونکې انسان دې  چې کله د جنګ  ځاې  راشی نو د بټۍ په څیر  را خوټیږي  او ددښمن  صفونه  څیري کوي . درونده  سلطانه !  ته د جنګ  په وخت کې  دهغه کړچار  په خپلو سترګو ووینه . اوبیا  ووایه  چې زه پر هغې د ضرورت  نه زیات  باور کوم او که دهغه  حق  ور کوم .

شونې ده  چې  علاؤالدین  خلجیي  به دظفرخان   په دې وینا  باور کړې وي ، بیا یي په پریکنده توګه وویلې ،اوس  نو تاسې ټول ولاړ شئ او دخپلو  خپلو لښکرو  لار ښوونه وکړئ ، د سلطان د حکم سره سم ټول  د خپلو ځایو  پورته شول د خپلو لښکریانو په  لور ولاړ ل.

د لږ ځنډ وروسته د منګولیانو د لښکرو تر منځ د  جنګ  ډول  و دربید. او د منګولیانو حکمران قتلق خواجه د خپل لښکر  د جنګ  د پیلولو له پاره  هغوې ته  د وړاندې  تګ  حکم ورکړ . د قتلق  خواجه  د حکم سره سم دهغوې  لښکر  د ملخانو په  څیر  وړاندې  را  وخوزید. او یرغل  یي پیل کړ . دجنګ  پیلامه  پخپله  د منګولیانو حکمران  قتلق خواجه وکړه .او د قتلق خواجه  د یرغل  سره سم  منګولیان  لکه  د و ږو  لیوانو په څیر  د علاؤالدین په لښکر  را پریوتل.

د قتلق خواجه  د لمړي  وار  سره سم ، دهغه  د میمنې  سالار  په  حرکت  راغې ،او هغه هم دخپل لښکر سره یو ځاې د  علاؤالدین په لښکر  باندې  د توپان  په څیر  را پریوت . د علاؤالدین  له اړخه  د ځوابي  یرغل پیل  ظفرخان او کمال الدین وکړ . دواړو  په خپلو منځو کې د سلا مشورې  وروسته  دمنګولیایانو په میسرې باندې د اتلانو په څیر   ور پریوتل  اوڅلورو  اړخونو ته یی د  مړو د اجسادو ډیرې  تر شا پریښودل .  د ظفرخان اوکمال الدین   د یرغل  نه وروسته د علاؤالدین د ورونو  الماس بیګ  او رکن  خان  نوبت  را غې  او دوې  هم د منګولیانو په  میمنه  باندې  دژوند خوشحالۍ په  غم او مصیبتونو   تبدیلې کړې .

دالماس  بیګ اورکن  خان  نه وروسته  د کړ  د  حاکم  نصرت  خان نوبت  راغې او هغه هم  د منګولیانو په  منځ کې  ور ننوت   او په لږه شیبه کې یی دهغوې  هره هیله او امید  په  ناهیلیو او نا امیدیو باندي  بدل کړ .

د جمنا د دریاب د غاړې  دا جنګ د وحشتونو او سرکشیو  ځاې ،  د اذیتونو او دربدریو نه ډک چاپیریال ،او ….یو انځور ګرځیدلې و . تاریخپوهان وایی  چې  په دې  جنګ  کې  ظفرخان  ډیره  ستره بهادري او میړانه کړې  وه.  دهمغه  د اتلولۍ  یرغلونو   ددښمن په  صفونو کې  یو ماتم  جوړ کړې و . او د منګولیانو د لاشونو څخه د جنګ میدان  ډک   شوې و . د جنګ  په ډګر کې  ظفرخان  داسې  زړه ورتیا او اتلولي  وښودله  چې  دمنګولیانو  لښکر یی  په خپلو  بریمندانه  یرغلونو تارو مار کړ ي و ،  هغه  دخپل لښکر  سره یو ځاې د هغوې په  لښکر کې ور ننوت او تر ډیره  پورې یې  هغوې پسې و ځغلول .

ویل کیږي  چې کوم  وخت  چې  ظفرخان د منګولیانو دلښکر په  عامه وژنه  بوخت و  نو د منګولیانو  حاکم  قتلق خان  هغه ته  پیغام  و لیږه ، او ورته یی وویل  چې ته خپل  غشي  په  کڅوړه کې  کیږده او تر ماپورې  را شه . زه به تاته  ستا  د اوسنۍ منصب  څخه بل ستر منصب  درکړم .

ویل کیږي  چې ظفرخان دې پیغام ته  هیڅ اهمیت  ورنه کړ  او دپخوا په څیر یی د منګولیانو  عامې وژنې ته دوام ورکړ . بالاخره  قتلق خواجه دخپل  فوځ  یوه ستر ه  برخه د ظفرخان د له منځه وړلو  له پاره  و ټاکله ، د منګولیانو د میسره  سردار د خپلو  څو  سپرو  سره   په مورچه کې ناست  و  ، کله  چې ظفرخان  تر ډیره  پورې د منګولیانو  په منځ کې ولاړ  نو پرهغه یی  غشی وویشتل  او په دې ترتیب  ظفرخان دخپلو څو  ملګرو سره هملته د منګولیایانو په لاسو  ووژل شو .

ویل کیږي  چې په منګولیانو باندې د ظفرخان د زړه ورتیا او بهادرۍ اغیز  سپور  و  او هغوې  یی  دومره تر اغیز  لاندې  راوړل  چې دهغه  شجاعت او زړه  ورتیا  ورته  یوه نمونه او مثال وګرځید. کله به یی  چې  آس  اوبه  نه  چښلې  نو ورته  به یی ویل  چې  ایا ظفرخان دې کتلې  چې اوبه  نه   چښې . په هر حال، د ظفرخان د مړیني  وروسته  د میمنه  قومندانی کمال الدین په خپله غاړه واخیسته .

علاؤالدین د خپل  لښکر د زړه (منځنۍ برخې ) تر شا د خپل  اوښي  الپ خان او خپل کوټوال  علاءالملک  سره یو ځاې  په ډیر غور  او دقت سره   د جنګ  څارنه کوله ، کله  چې د ظفرخان د مړیني خبر و ر ته ورسید  نو ډیر زیات اندیښمن شو او  په خپل څنګ کې ولاړ  الپ خان او  علاءالملک  دواړو ته یی  مخ کړ او  ورته یي وویل:

واورئ دوستانو ! د جنګ په ډګر کې  د ظفرخان  مړینه  زمونږ له پاره د ستونزو  سبب ګرزیداې شي . مونږ و کتل  چې ظفرخان  په څه  ډول ددښمن د صفونو په منځ کې ور ننوت  او دهغوې  صفونه یی  یو په بل پسې  تارو مار کړل . که  چیرې دهغه  یرغل  تر  لږه  نور  هم دوام کړې واې  نو زه  ډاډمن وم  چې د ظفرخان په  خاطر به منګولیانو د جمنا ددریاب په غاړه ډیره  بده ماتې خوړلې وه  او قتلق  خواجه  به زمونږ تر مخه داسې  ټیټ سر روان واي  چې  هیڅکله به یی هم شاته  دکتلو  جرأت  نه  وای کړې . خو د ظفرخان د مړیني وروسته د میمنه  قوماندانی دهغه  غلام  کمال الدین په خپله  غاړه  اخستې ده . اوس  به دا  وینو  چې د ظفرخان  نه وروسته کمال الدین  په څه ډول د میمنه  حالات  سموی او په منګولیانو به  برې تر  لاسه کوی .

علاؤالدین  خلجیي وکتل  چې  کمال الدین د ظفرخان  دمړیني وروسته  خپل  لښکر  په  نوې توګه  را جوړ کړ  اودلښکر  په ترتیب کې یي په ډیره  ګړندۍ توګه  بدلون  راوست  او تر څنګ  یی ددښمن  دفشار  مخنیوی هم وکړ .  علاؤالدین  ددې حالاتو دکتلو سره یو ځاې دخپلو نورو  منصبدارانو  په لور  متوجه  شو.

هغه وکتل  چې  د هغه ورونه  هر یو الماس  بیګ او رکن خان ددښمن پر خلاف  په پوره میړان  جنګیږي او دهغوې  پر خلاف  مخته  روان دي . نصرت  خان هم د لښکر په منځ کې  ددښمن  صفونه  یو په بل پسې ماتوي ، په همدې وخت کې   سلطان  د کمال الدین په لور  متوجه  شو .

علاؤالدین  هغه وخت  ډیر حیران  شو  چې  ویی کتل  چې  کمال الدین د خپلو لښکرو د  صفونو د ترتیبولو  وروسته د میسرې  له لورې  د دښمن په صفونو ور  پریوتې  دې  اوپه پوره  میړانه  دهغوې  لاشونه دپښو لاندې  کوي او مخته روان دې .

علاؤالدین  وکتل  چې د کمال  الدین په  نوې  یرغل کې  یوډول  ځانګړتیاوې  ، ځان ځارنې  ، زړه ورتیا ، خلوص او بې باکې  شتون  لری . هغه  په خپله لمړنۍ  حمله کې  د منګولیانو  لمړنۍ کرښې  یو په بل پسې ماتې کړې . علاؤالدین په ډیر غور او دقت سره  دکمال الدین  دغه  میړانه کتله ، په همدې وخت کې  علاو الدین ته خبر ورسید  چې کمال الدین  د منګولیانو هغه سردار  له منځه یوړ  چې ظفرخان  یی ویشتلې و.

د کمال الدین  دغه  جرأت ، میړانې او جذبې ته  په کتلو سره  علاؤالدین  له خپله  ځایه  را پورته شو او  ویی ویل

کمال الدینه  که ته غلام  هم یي نو د الله په ذات  مې  سوګند  چې په زرونو ازاد  له  تا قربان دی . کمال الدینه  ! ته رښتیا هم دهغو ځوانانو  څخه یي  چې  د ریزه ریزه  لمحو د را ټولولو  په  هنر  پوهیږي . ته  په یقین  سره د هغو جنګی  ماهرینو څخه یو یی  چې په خپله وینه  باندې   د جنګ  میدان ښایسته کوي  او په  ساه ګانو کې یو ستر حشر  را پاروي . زه ستا  دغې  میړانې  او بهادرۍ ته  سلام  وړاندې کوم .

ددې خبرو  نه وروسته  علاؤالدین  دخپل اوښې  الپ خان او کوټوال علاءالملک  په لور وکتل  او ورته  یي وویل  چې  زما  دوستانو ! تاسې ګواه اوسئ  چې  ما په خپل زړه کې  کمال الدین ته  یو ځاې  ټاکلې دې  خو دهغې ځاې په هکله  زه اوس  تاسې ته  څه  نه  وایم .  دا  په  واقعي توګه ددې وړ  و  چې ظفرخان  پرې دومره   باور او اعتماد کاوه . علاءالملکه !  زه تاته  په ځانګړې توګه  حکم کوم  چې دنن  نه وروسته  به ددې کمال الدین  ځانګړي  خیال  ساتې ، په  دغو  جنګونو کې هغه د ظفرخان  کمښت  مونږ ته احساس  نه کړ . نو زه دهغې په بدله کې  کمال الدین  ته یو ډیر ستر مقام ورکوم ، اودا مقام به دهغه د شان  سره مناسب وي .

د لږځڼډ وروسته کمال الدین  د منګولیانو میسره د نشت  سره مخ کړې وه. دهغوې میسره  شاته په تیښته وه . او کمال الدین دهغوې عامه وژنه  پیل کړې وه . کله  چې میسره  د لښکر  منځته را  ورسیده  او په منځ کې ور ننوتله،نو د منګولیانو منځنۍ برخه  هم  تارو مار  کیدو ته  ور نژدې  شوه . د منځنۍ برخې  تارومار کیدو  دهغوې  میمنه  هم  شاتګ  ته  اړ کړه . دمنګولیانو ددې حال  په کتلو سره  علاؤالدین په  چیغو چیغو سره  خپلو سالارانو ته حکم کاوه  چې  په پوره میړانه  منګولیان  تر ضربي  لاندې ونیسي . د علاؤالدین  دخبرو په ځواب کې  دهغې  قومندانانو  هم د تکبیر  د اواز په پورته کولو سره  د هرې  لورې  په منګولیانو باندي  را پریوتل ، او په پایلو کي یي  منګولیایانو ته  د  جمنا  ددریاب  په  غاړه   ډیره بده ماتې ورکړه .

د علاؤالدین   خلجیي  فوځونه د تښتیدونکو منګولیایانو   پسې تر ډیره ځایه  ولاړل  او دهغوې  په وژلو یی د هغوې  شمیره    را کمه  کړه. دا  داسې  یو ویرونکې ماتې وه ، چې په پایلو کې یی د منګولیانو  حاکم  قتلق خواجه  د تیښتې په  وخت کې  د شاته لید  جرأت  هم نه درلود او په ډیره ستونزمنه توګه یی د علاؤالدین د لښکریانو  څخه ځان  خوندی  و ساته .

منګولیانو ته د ماتې د ورکولو  وروسته  علاؤالدین بیرته  دهلي ته راستون شو او دجشن  محفلونه یي  جوړ کړل . هغه  منصبدارانو ته  یي  چې د منګولیانو په مقابله کې  په پوره  زړه ورتیا  جنګیدلی و  انعامونه  او مرتبي ورکړې . د علاؤالدین یو کوچنې  منصبدار د جنګ  څخه را تښتیدلې و او  په دهلي کې پټ شوی و، علاؤالدین هغه په خره  سپور کړ او په ټول  ښار کی یی  هغه  و شرماوه.

د سوبې ددې  جشن نه وروسته  علاؤالدین  خپل کوټوال  علاءالملک  را وغوښت . کله چې  هغه د علاؤالدین مخې ته  را غې نو  علاؤالدین  ورته دخپل ځان  سره د کیناستو وویل . کله  چې علاءالملک کیناست  نو علاؤالدین ورته وویل :

علا الملکه !  هغه څه  چې  زه یی درته وایم  په غور سره یی واوره . ګوره  چې  زه د ملتان د حاکم  ظفرخان د غلام  کمال الدین د کړچار  څخه ډیر زیات  خوشحاله  یم . په الله سوګند  چې د منګولیانو سره په جنګ  کې هغه د ظفرخان  څخه  ښه کړچار  درلود، ما  په جنګ  کې  ګډون کونکی ټول سالاران او منصبداران  ښه و نازول . خو تر اوسه  مې کمال الدین ته هیڅ  هم نه دی ورکړي ، ما په دې خاطر  هغه  پري  ایښې دې  چې که زه یو نا څاپه هغه په کوم  اعلي  او ستر مقام باندی و ټاکم  نو خلک  به  نیوکې وکړي  چې یو غلام یی  یو ناڅاپه دومره ستر مقام ته ورساوه.

علاءالملکه !  د جمنا ددریاب  په  غاړه  د منګولیانو سره په جنګ  کې  زیات  شمیر کسان  له منځه ولاړ ل. په دې جنګ کې  زمونږ د لښکر  لمړۍ  سالار  هم  له منځه ولاړ . زما د ساتونکې  دستې  قومندان چې  زما دورونو الماس  بیګ او رکن  خان  سره یي په میسره کې  کار کاوه  هم  له منځه  ولاړ . ددې تر څنګ  د حرم  د ساتونکي  ډلې  قومندان   هم په دې  جنګ  کې  خپل سر وخوړ .

علاءالملکه ! ته  د یو څو  ورځو وقفي  سره په ښار کې  د تورې وهلو  د مقابلې اعلان وکړه . ددې مقابلو په دوران کې به مونږ د حرم  د ساتونکي  ډلې د قومندان ، دخپلې  ساتونکې  ډلې د قومندان  او دلښکر  د ستر قومندان ټاکنه   وکړو . خو واوره  چې  په دې مقابلوکې په برخه اخستلو سره به  کمال الدین د ښکته څخه پورته  راشي  تر څو دهغه په دې  را وړاندې توب  سره  څوک  اعتراض  و نه کړی . زما زړه وایی ، او ډیره هیله مي هم  همدا ده  چې هغه په دې مقابلو کې دومره پورته راشی  چې  لکه څنګه  چې په  تیږو کې  یوه بې مثاله  هیره  تر لاسه کیږي .

علاؤالدین ددې خبرو  څخه وروسته  تم شو  اویو ځل بیا یي  علاءالملک  ته وویل :

علاءالملکه ! زه  د کمال الدین په اړه پوره  تفصیل  تر لاسه کول غواړم . هغه اوس  د ملتان  څخه د راغلي لښکر په منځ  کې پړاو کړې دې . د ملتان  لښکر  هغه د خپل سالار او قومندان په څیر پیژنې . د ملتان  څخه راغلي لښکر ته  زه هغه وخت  د بیرته  تلو اجازه ورکوم چې  زه ملتان  ته یو نوې  حاکم و ټاکم . تر هغې پورې  به ما کمال الدین ته هم دیوه  ستر مقام د ورکولو په اړه پریکړه  کړي وي . اوس ته ولاړ  شه او هغه څه  می چې درته وویل   دهغې  په اړه  عملي  کار پیل کړه .

علاءالملک پورته شو ،او په داسې حال کې  چې خپل سر یی  ټیټ  نیولې و  ویی ویل :

درونده  سلطانه ! ته بلکل  په دې اړه  اندیښنه  مه کوه ، زه په خپله هم د کمال الدین  د ځان ځارني اوکړچار څخه ډیر زیات  خوشحال  شوې یم . زه به  په خپله شخصې توګه هم دهغه خیال  وساتم . ستاسې د لارښونې په اساس  به  په څو ورځو کې د تیغ  وهلو د مقابلې  انتظام وکړم . زه  هیله  من  یم  چې  کمال الدین به ستا د غوښتنې او ارزو په مطابق  پورته را شې . هغه یو ځل  بیا خپل سر   ښکته کړ او  د علاؤالدین  څخه  رخصت  شو .

*****۶

نور بیا

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک