Posts | Comments | E-mail /

حامد کرزي دويديو کنفرانس له لارې دجورج ډبليو بوش په انستيتوت کې خبرې وکړې

Posted by on Mar 31st, 2011 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د یوې خبر پاڼې پر اساس، جمهور رييس حامدکرزي د پنجشنبې په ماښام دويديو کنفرانس له لارې دهغه کنفرانس له ٢٥٠ برخه والو سره خبرې وکړې چې دامريکا په دالاس ښار کې دجورج ډبليو بوش د انستيتوت له خوا جوړ شوى دى .

خبر پاڼه زیاتوی چې ددغه دوه ورځني کنفرانس دخبرو محور چې دافغانستان دراتلونکي دجوړولو ، د ښځو دآزاديو دپرمختګ او هغوى ته داقتصادي فرصتونو دبرابرولو تر عنوان لاندې جوړ شوي و ، دښځو دازاديو ملاتړ او هغوى ته داقتصادي فرصتونو برابرول دي . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په خپلو خبرو کې په سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې دښځو دمشارکت په بيانولو سره وويل : په تيرو لسو کلونو کې دافغانستان دحکومت يو مهم برياليتوب په بيلابيلو برخو کې دښځو دونډي زياتيدونکي وده ده چې د نړيوالې ټولنې په مرسته ، دحکومت په پاملرنې او دافغان ښځو په ميړانې سره ترلاسه شوي دي . جمهور رييس زياته کړه نن په سلو کې ٢٨ دافغانستان د پارلمان غړي ښځې دي او په سلو کې څلويښت دافغانستان درسنيو کارکوونکي ځوانې نجونې دي چې په مينې سره کار او فعاليت کوي .

جمهور رييس دسولې په عالي شوراکې دښځو دمشارکت په بيانولو سره وويل ( ښځې دسولې په بهير کې چې دافغانستان دحکومت په نوښت پيل شوى دى . ارزښتناکه ونډه لري او ټولې يې په عمومي ډول هيله لري چې په يو آرام افغانستان کې او په سوله ئيزه فضا کې ژوند وکړي او هيله لرم ددغې شورا دهلوځلو له لارې چې اته ښځې پکې غړيتوب لري ، هميشنۍ سولې ته ورسيږو . جمهور رييس دخپلو خبرو په دوام ټينګار وکړ چې دسولې دخبرو په بهير کې دښځو رول او دهغوى لاس ته راوړنې په پام کې نيول کيږي او هيڅ سوله د ښځو له رول پرته او دهغوى دلاس ته راوړنو په پام کې نه نيولو سر ه دافغانستان ملت ته دمنلو وړ نه ده . دغه راز جمهور رييس څرګنده کړه : دښځو دحالت او هغوى ته په ټولو برخو کې دښو شرايطو دبرابرولو په لاره کې به دتيرو لسو کلونو په شان دافغانستان د حکومت هلې ځلې همدغه شان دوام وکړي .

ديادونې وړ ده ، دامريکا د پحواني جمهور رييس جورج ډبليو بوش ميرمن لورا بوش چې په افغانستان کې دښځو د حقوقو يوه ملاتړې ده . ددغه کنفرانس کورتوب په غاړه لري او په هغه کې دامريکا په پخواني جمهور رييس جورج ډبليو بوش سربيره يو شمير حکومتي مقامات ،دامريکا سوداګراو دغيرانتفاعي موسسو استازي او يو شمير افغان ښځې برخه لري .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک