Posts | Comments | E-mail /

په خوست کې د ۵، ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د ګمرک تاسیسات جوړیږی

Posted by on Sep 29th, 2011 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

خوست ښار:- په خوست ولايت کې د ٧.٥ میليونه امريکايي ډالرو په لګښت د ګمرکي تاسيساتو د جوړولو چارې پيل شوې په همدې موخه د ادارې کمپليکس په ساحه کې د ګمرک لپاره بيله شوي ځمکه کې پراخه راټوليدنه ترسره شوه .

د ګمرکي تاسيساتو د جوړيدو په خاطر جوړه شوي راټوليدنه کې خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کليو پراختيا وزير محترم جارالله منصوري ، په ولسي جرګه کې د خوست خلکو منتخبو استازو کمال ناصر اصولي او ډاکټر ميربت خان منګل ، د لوګر ولايت وکيل اکبر ستانکزي ، د پکتيکا ولايت ښځينه وکيلې اغلي ناجيه بابکر خيل ، د نيمروز ولايت په ولسي جرګه کې ښځينه وکيلې اغلې فرشته امني ، د خوست امنيه قوماندان سردار محمد ځاځي ، د ولايتي شورا رئيس مرادخان منګل او د همدې شورا غړو ، د بيلا بيلو ادارو رئيسانو او ديني علما کرامو او قومي محورو مشرانو ګډون درلود .

مراسم د مفتي حبيب الرحمن لخوا د قرانګريم د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شول ورپسې خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د پلاز مينې کابل څخه راغلي لوړ رتبه پلاوي او د ناستې برخوالو ته د بيارغونې ، امنيت او نورو کړنو په تړاو مالومات وړاندې کړل .ده وويل چې ولايتي ادارې په خوست ولايت کې د ادارو په سمون او کارکوونکو د ظرفيت لوړولو سربېره د ښونيز بهير په پياوړتيا کې زيات کار کړی همداشان د قومونو ترمنځ يې د وروری فضارامنځته کړي ده .

نوموړي په خوست کې د بيارغونې په اړه وويل چې پدې ولايت کې زيات کار شوی خو بيا هم د خلکو د غوښتنو او ځينو شته ستونزو ته په پام سره زيات کار کولو ته اړتيا ليدل کيږي .

ده وويل د ژوند کولو مناسب چاپېريال رامنځه کول د هيواد په پرمختګ کې مهم دي خو تردې وخته زيات ښونځې د اوبو او د سرپنا په اسانتياوو څخه بې برخې دي .

ښاغلي نعيمي د پلازمينې کابل څخه راغلي هيئت وغوښتل چې پدې سرحدي ولايت کې شته ستونزو او اهميت په کتو سره بايد امنيت او نورو اړتياو ته  پوره توجه وکړي او دا ولايت له دريمې درجې څخه دويمې درجې ته په ارتقا کې مرسته وکړي .

نوموړي وويل چې دامهال په خوست کې د بيارغونې لپاره ښه زمينه برابره شويده همداشان د خوست خلکو لوی ارمان چې دهوايي ملکي ډګر جوړيدل و څه وخت وړاندې يې د بنسټ ډبره کيښودل شوه .

ښاغلي نعيمي پدې خوښي وښوده چې نن ورځ په خوست کې د ٧.٥ مليونو په لګښت د ګمرکي تاسيساتو د جوړولو چارې پيل شوې چې د دغې لويې او مهمې اقتصادي پروژې په پلي کيدو سره به د خوست ګمرک عوايد په مياشت کې تر١٥٠ مليونه افغانيو پورې ورسيږي .

ده وويل چې په خوست ګمرک لپاره ودانی په ١٠٠ جريبه ځمکه کې جوړيږي چې وداني يې د ٢٦ خونو درلودونکي او په دوه پوړونو کې جوړيږي .

همداراز جومات ، دوه لوی هانګرونه لري او د ١٥٠ نيولي تر ٢٠٠ پورې د باروړنکو لويو موټرونو لپاره دريدلو ځای لري او کار به يې د دوه کالونو په موده کې بشپړې شي .

له هغې وروسته خان محمد قيوم خان او قومي مشر ناظم ځدراڼ د خوست ولايتي ادارې او د ولس ترمنځ د پوره همغږی په شتون ټيګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې پدې ولايت د خلکو ستونزو پوره توجه .

دوی راغلي پلاوي د خوست خلکو په استازيتوب د برېښنا ، د غلام خان لارې ترانزيټ ، د خوست ولايت دويمې درجې ته پورته کول چې له مخې يې د پرسونل د کموالي ستونزه هواريدای شي همداشان د پلونو او نورو بيارغنيزو پروژو غوښتنه وکړه .

د لوګر ولايت په ولسي جرګه کې د خلکو استازي اکبر ستانکزي  پدې ولايت پر شويو او روانو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه . ده وويل چې په خوست ولايت کې د پرمختګ په برخه کې زيات کارونه ترسره شوي دي په کارده خلک يې په همدې بڼه په خپلو کې يوالی اختيار کړي ترڅو  پدې سرحدي ولايت کې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامينځته شي .

په ولسي جرګه کې د خوست منتحب استازي او په ولسي  جرګه کې د ښونې  روزنې ، او فرهنګي کميسيون رئيس ښاغلي کمال ناصر اصولي په خپله وينا کې د خوست ولايتي ادارې له کړنو يې خوښي څرګنده کړه . ده وويل چې پدې ولايت کې د قومي ستونزو هواری ، د امنيت خونديتوب ، د معارف پياوړتيا او د بيارغونې روانې چارې هغه څه دي چې زموږ مرال يې قوي کړ او د لويې پکتيا ټول وکيلان به پدې برخو کې خپلو هلو ځلو د ولايتي ادارې سره لا دوام ورکړو .

ښاغلي اصولي زياتوله چې د لويې پکتيا ټول وکيلان په خپلو کې متحد دي کولی شي د خپلو ولسونو د حقونو سمه دفاع وکړي زموږ د سفر هدف همدادی دی چې د خپلو خلکو د ستونزو باخبره شو او د حل لپاره يې د مرکزي دولت سره شريکې کړو .

د کليو پراختيا وزير محترم جار الله منصوري وويل چې په خوست ولايت کې ترډيره بريده د بيارغونې کارونه ترسره شوي او دا ولايت نن يواځې د خوست والو کور نه بلکې د ټولو افغانو د ګډ کور بڼه يې خپله کړي ده .

ده وويل چې په خوست ولايت کې دامهال د نورو ولايتونو ځوانان په زده کړه بوخت دي همداشان پدې ولايت کې د خپل يوالې په خاطر يې ټولنې فغاليت کوي نو موږ پدې باوري يو چې د خوست خلک د تمدن او پرمختګ سره خاصه مينه لري نو ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کال کې د درې مليونه ډالرو په لګښت د خلکو په خوښه د خوست په مرګز او ولسواليو کې د مهمو پروژو دپلي پلي کړي.

ده وويل چې په خوست ولايت کې به د کليوالي صنعت پراختيا ، د سيمه ايزې پراختيا ، او د کليوالي برېښنا پروګرام په چوکاټ کې د زياتو وړو پروژو د پلي کولو لپاره د کليو پراختيا وزارت پلان لري او دا پرو/ژې د خلکو په خوښه پلي کيږي .

منصوري وويل چې د خوست خلک بايد په ورته بڼه د يوالې په راوستو کې هڅې وکړي د نوموړي په وينا چې ژوند او پرمختګ دواړه په امنيت پورې تړلی دي که د خوست ميړاني خلک له دولت سره پوره همکاري وکړي تمه کيږي چې دا ولايت د لومړی درجې ولايتونو هم لوړ موقف خپل کړي .

جار الله منصوري ژمنه وکړه چې د خوست ولسونو غوښتنې او وړانديزونه به مرکزي ادارو سره شريکوي او پدې برخه کې خوست ولايت خاصه توجه کوي .

د غونډې وروستی وينا وال په ولسي جرګه کې د خوست خلکو منحب او فغال وکيل ميربت خان منګل وو . ده وويل چې د خوست ټول وکيلان دې ته پوره چمتوالی لري چې د خپلو خلکو ستونزو او مشکيلاتو هواري ته ځان ورسوي او ورسره همکاري وکړي .

ده وويل چې د خوست خلک بايد د بيارغونې او نورو برخو کې د خپلو وکيلانو د بنسټيزو کارونو د ترسره کيدا غوښتنه وکړي

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد