د سیمې څخه تازه رالیږل شوې انځور
کندهار ښار:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس د کندهار ولایت د ننی پر برید په ترڅ کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
خبر زیاتوی چې دا برید نن سهار د آی آر ډي پر دفتر تر سره شو چې په ترڅ کې یی درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او د يوه نيپالي تبعه ترڅنګ يو بل ملکي وګړی په کې ژوبل شو
خبر زیاتوی چې د چاودني څخه وروسته په سيمه کي د حيواناتو يوه کلينک ته دوه تنه وسلوال مخالفين ننوتي او له هغه ځايه خال خال ډزې کوي چي امنيتي ځواکونه يې پر وړاندې مقاومت کوي او په لنډ وخت کي به يې ښايي ژوندي ونيسي.
تر دې مهاله امنيتي ځواکونو ته کوم ډول مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.
چاودنه نن سهار څه باندي شپږ بجې د کندهار ښار په سهيل لوېديزه خواکي رامنځ ته شوې چي سمدستي د کندهار د امنيه قومندانۍ پوليس هم سيمي ته رسېدلي او حالت تر کنټرول لاندي دى.
د بريد په سيمه کي د ملګرو ملتونو او يو شمېر نورو مرستندويه ادارو دفترونه او نمايندګۍ هم موجودي دی خو هغوى ته پکي هيڅ ډول مالي او ځاني زيان ندى اوښتى.
ددې پيښې بشپړ تفصیل ډیر ژر پر لیکه شی