Posts | Comments | E-mail /

ایران او پاکستان دافغانانو له احساساتو ناوړه استفاده کوي

Posted by on Feb 28th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

ایران او پاکستان د دین او مذهب په نامه تل د افغانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي، څو خپل اهداف ترلاسه کړي،وړمه ورځ په کابل کی دیوه مطبوعاتی کنفرانس به طرځ کی له ولسمشر کرزي نه د یو ایراني خبریال پوښتنې هغه شکونه په یقین بدل کړل، چې دقران  پاک ته د سپکاوي په غبرګون کې په افغانستان کې د اعتراضونو تر شا د سیمې د استخباراتو لاسونه بولي،ددې اعتراضونو په شپږمه ورځ که څه هم افغان ولسمشر خلک ارامې ته هڅول، خو یو ایراني خبریال کلام پاک ته د سپکاوي په پیښه کې د ښکیلو سرتیرو د محاکمې د څرنګوالي په اړه ولسمشر ته د خلکو غوښتنه ورسوي،د مظاهره کوونکو یوه اساسي غوښتنه دا ده، چې د دې پیښې عاملان باید د اسلامي شریعت او د افغانستان د قوانیو په رڼا کې محاکمه شي، نو دوي ولې د افغانستان د قوانینو په رڼا کې نه محاکمه کیږي.؟)

دا ایرانې خبریال حاجي نژاد نومیده، چې د ایران صدا او سیما ته یي کار کاو،که څه هم افغان ولسمشر په خپل ځواب کې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو او نړېوالو قوانینو په پام کې ساتل ضروري وبلل، خو ځینې کتونکو بیا د ولسمشر په ځواب انتقاد کوي او وایی چی، ایران او پاکستان دواړه مسلمان هېوادونه دي، خو کلام پاک ته د سپکاوي د پیښې د غندلو لپاره یو وګړې یي هم واټ ته راونتولو، دسیاسی چارو کارپوه احمد سعدی دازادی رادیو سره په خپله ځانګړی مرکه کی ویلی دی  چی دا قران کریم دټول امت مسلمه مفدس کتاب   دې نو په ایران او پاکستان کی ولی مظاهری ونشوې..

په دغو اعتراضونو کې، چې د شپږو ورځو لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یي دوام وکړ، له دیرشو زیات کسان وژل شوي له دوو سوو زیات ټپیان شوي او عامه شتمنیو ته زیان اړول شوې،له بل لوري د ولسي جرګې غړو هم پدې اعتراضونو کې د سیمې د استخباراتو د مداخلې په اړه خبردارې ورکړې وو،ددې جرګې یوه غړې شینکۍ کړوخیل هم په شوېو اعتراضونو کې د سیمې د استخباراتو لاسونه ښکیل بولي او له خلکو غواړي، چې باید په زیات دقت سره عمل وکړي،افغان ولسمشرحامد کرزی که څه هم کوم څرګند نوم یاد نکړ، خو له خلکو یی وغوښتل، چې د هیواد د سولې او امن دښمنانو ته باید موقع ورنکړي، چې ددوی له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي،ده خلکو ته ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت دا مسئله په جدي توګه تعقیبوي او له امریکایی مشرانو سره به په خپلو تماسونو کې د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړي، چې پدې پیښه کې ښکیل دي،دغو اعتراضونو په داسې حال کې دوام وکړ، چې امریکایی مشرانو له افغان حکومت او خلکو نه بخښنه غوښتله او د پیښې په څیړلو کې یی د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ

ولسمشربارک اوباما د شنبې په ورځ د افغان ولسمشر دا وینا وستایله چې له خلکو څخه یې د آرامۍ او ډیالوګ غوښتنه وکړه. سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې همداراز وویل، چې امریکا د افغانستان له دولت او خلکو سره د شراکت ژمنه کړې ده،د افغانستان او امریکا د شراکت مساله ولسمشرحامد کرزي هم په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې یاده کړه. ده وویل، که د افغانانو غوښتنې په پام کې ونیول شي، افغانستان لاهم له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو ټینګولو ته لېوال دی،د امریکا له حکومت سره زموږ خبرې روانې دي څو زندان افغانستان ته وسپارل شي. دوهمه د شپې د عملیاتو او ملکي تلفاتو مساله ده،دواړه مسالې د افغانستان د ملي حاکمیت لپاره مهمې دي. په ځینو برخو کې موږ دوی ته لارې پرانیستې پرېږدو او سخته یې نه ورسره نیسو، خو د افغانستان ملي حاکمیت مساله ده او هیله من یو چې د امریکا حکومت دې ته پرته له کوم کمي، زیاتي درناوی وکړي.″

د قرآنکریم د سوځولو له وروستۍ پېښې مخکې هم څو ځلې لیدل شوي چې افغان سرتېرو، د امریکا او نورو هېوادونو پر پوځیانو ډزې کړي او وژلي یې دي. تېره میاشت فرانسې د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام وروسته له هغه وځنډاوه چې د ملي اردو د سرتېري په یونیفورم کې یوه وسله وال څلور فرانسوي پوځیان په ډزو ووژل،له دې پېښې وروسته د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان آلن په انفرادي ډول د افغان سرتېرو له خوا د نړیوالو پوځیانو وژنه یوه جدي ستونزه وبلله،جنرال الن هغه مهال او د کورنیوچارو وزارت د امریکايي سلاکارانو له وژنې وروسته ژمنه وکړه چې له افغانانو سره ګډ کار ته به دوام ورکړي،دا کړکېچ په داسې حال کې رامینځ ته شوی چې په پام کې وه د افغانستان د دفاع او کورنیو چارووزیران له امریکايي چارواکو سره په راتلونکو څو اونیو کې په واشنګټن کې مهمې غونډې وکړي.

معلومه نه ده چې دا غونډه به په خپل ټاکلي وخت وشي کنه خو دم ګړی داسی راپورونه خپاره شوی دې چی دا غو ڼده دموقت وخت لپاره ځنډیدلی ده، خو څارونکي وايي چې د افغان او امریکايي چارواکو دې غونډې ځانګړی اهمیت درلود، ځکه دا غونډه د شیکاګو د سرمشریزې په درشل کې جوړېږي،په پام کې ده د شیکاګو په سرمشریزه کې چې په راروانه مې میاشت کې جوړېږي افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو په اړه مهمې پرېکړه وشي،د افغان ځواکونو روزنه او له هغو سره ګډ کار د امریکا د حکومت له مهمو اهدافو څخه دي

اسوشیېټډپریس خبري آژانس لیکي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره د دواړو خواوو ترمینځ ژور اعتماد ته اړتیا لیدل کيږي خو دا اعتماد وخت ناوخت هغه مهال له مینځه ځي چې افغان سرتېري خپل بهرني مرستندویان په نښه کوي،آژانس د کارپوهانو له قوله لیکي چې وايي، له دې پېښو وروسته له تروریزم سره د جګړه په برخه کې د یو ډاډمن شریک په توګه د افغانستان اعتبار د امریکا لپاره نور نو سخت زیانمن شوی دی.پای

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “ایران او پاکستان دافغانانو له احساساتو ناوړه استفاده کوي”

  1. Vote -1 Vote +1امان الله عمر says:

    کتونکي: ایران او پاکستان دافغانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوله

    Nach oben 28.02.2012 دآزادی رادیو
    دافغان کتونکو په وینا له ولسمشر کرزي نه دیو ایراني خبریال پوښتنې هغه شکونه په یقین بدل کړي، چې کلام پاک ته دسپکاوي په غبرګون کې په افغانستان کې داعتراضونو تر شا دسیمې داستخباراتو لاسونه بولي. په دغو اعتراضونو کې، چې دشپږو ورځو لپاره دهېواد په بېلابېلو سیمو کې یي دوام وکړ، له دیرشو زیات کسان وژل شوي له دوو سوو زیات ټپیان شوي او عامه شتمنیو ته زیان اړول شوې.

    ددې اعتراضونو په شپږمه ورځ که څه هم افغان ولسمشر خلک آرامې ته هڅول، خو یو ایراني خبریال کلام پاک ته دسپکاوي په پیښه کې دښکیلو سرتیرو د محاکمې د څرنګوالي په اړه ولسمشر ته دخلکو غوښتنه ورسوي: (دمظاهره کوونکو یوه اساسي غوښتنه دا ده، چې ددې پیښې عاملان باید د اسلامي شریعت او دافغانستان دقوانیو په رڼا کې محاکمه شي، نو دوي ولې دافغانستان دقوانینو په رڼا کې نه محاکمه کیږي.) دا ایرانې خبریال حاجي نژاد نومیده، چې دایران صدا او سیما ته یي کار کاوه. که څه هم افغان ولسمشر په خپل ځواب کې په دې برخه کې ددواړو هېوادونو او نړېوالو قوانینو په پام کې ساتل ضروري وبلل، خو ځینې کتونکو بیا دولسمشر په ځواب انتقاد کوي.

    احمد سعیدي وایي، چې ایران او پاکستان دواړه مسلمان هېوادونه دي، خو کلام پاک ته دسپکاوي دپیښې دغندلو لپاره یو وګړې یي هم واټ ته راونتولو. ده له آزادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې دایراني خبریال پوښتنې ته له ولسمشر کرزي نه دداسې یو ځواب غوښتنه کوله: (دا قران کریم دټول ملت دی نو په ایران کې ولې مظاهر ونشوه.)

    په دغو اعتراضونو کې دلسګونو افغانانو ترڅنګ شاوخوا څلور امریکایي پوځیان هم ووژلې شول او له اوو زیات ټپیان شول، چې دې پیښو بیا ددواړو هیوادونو ترمنځ داړیکو دخرابیدو ویره هم زیږولې. له بل لوري دولسي جرګې غړو هم پدې اعتراضونو کې دسیمې داستخباراتو دمداخلې په اړه خبردارې ورکړې وو. ددې جرګې یوه غړې شینکۍ کړوخیل هم په شوېو اعتراضونو کې دسیمې داستخباراتو لاسونه ښکیل بولي او له خلکو غواړي، چې باید په زیات دقت سره عمل وکړي.

    زیاتره افغانان په دې باور دي، چې ایران او پاکستان ددین او مذهب په نامه تل دافغانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي، څو خپل اهداف ترلاسه کړي. افغان ولسمشر که څه هم کوم څرګند نوم یاد نکړ، خو له خلکو یی وغوښتل، چې دهیواد دسولې او امن دښمنانو ته باید موقع ورنکړي، چې ددوی له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي.

    ده خلکو ته ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت دا مسئله په جدي توګه تعقیبوي او له امریکایی مشرانو سره به په خپلو تماسونو کې دهغو کسانو دمحاکمې غوښتنه وکړي، چې پدې پیښه کې ښکیل دي. دغو اعتراضونو په داسې حال کې دوام وکړ، چې امریکایی مشرانو له افغان حکومت او خلکو نه بخښنه غوښتله او دپیښې په څیړلو کې یی دپوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

    سپینه ماڼۍ: نه غواړو له افغانستانه دخپلو پوځیانو دایستلو بهیر چټک کړو

    Nach oben 28.02.2012 دآزادی رادیو
    سپینه ماڼۍ وایي، په افغانستان کې دوروستیو ناکراریو له امله امریکا نه غواړي، چې له دې هیواده دپوځیانو دایستلو بهیر چټک کړي. دسپينۍ ماڼۍ ویاند جي کارني په واشنګتن کې پرون دهغو امریکایي صاحب منصبانو پر وژنه خواشیني څرګنده کړه چې دشنبې په ورځ په کابل کې دکورنیو چارو په وزارت کې ووژل شول. جي کارني وویل، روان کال په افغانستان کې دافغان ځواکونو له لورې دناټو دغړیو هیوادو دپوځیانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده خو دا پیښې دافغانستان لپاره دامریکا پوځي ستراتیژي نه شي بدلولای. دسپینې ماڼۍ ویاند څرګنده کړه چې ددوه زره څوارلسم کال تر پایه به امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي.

    مل

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه