میدان ښار:- د میدان وردګو ولایت مرکز دمیدانښار دخروټو په سیمه کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې دځايي وسلوال طالب قوماندان زلمي په کور په ترسره شوو عملیاتو کې (۳) درې تنه وسلوال اختطاف چیان وژل شوي
د ملي ارد د دریم کنډک قوماندان ډګرمن حمیدالله کوهدامني په ویناء دسنبلې(وږي) په ۸ نیټه دمیدانښار اړونده دخروټو په سیمه کې د ملي اردو او ایساف ځواکونو لخوا ۱۲ بجې په سیمه کې داختطاف چیانو دګروپ چې قوماندان زلمي یې مشري کوي دنیولو او له منځه وړلو په موخه عملیات پیل او تر مازیکره یې دوام وکړ چې په پایله کې دیوې لنډې نښتې وروسته د وسلوالو دمشهور قوماندان زلمي دسیمې څخه په تیښته بریالی او دنوموړي دوه تنه پاکستاني او یو تن افغان ملګري چې دقوماندان زلمي خاص کسان و وژل شول.
د نوموړو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوې دي
د قوماندان په ویناء چې دوژل شوو طالبانو جسدونه وروسته دسیمې دخلکو لخوا انتقال شول، خو ددغه مشهور اختطاف چي قوماندان زلمي دنیولو په اړه هڅې پیل شوې دي، نوموړې اختطاف چي دمیدان بامیانو په لاره د ډيرو کسانو په اختطاف او وژنو کې لاس در لود.
په دغه نښته کې ګډو ځواکونو ته کوم تلفات ندي اوښتي.