Posts | Comments | E-mail /

ولسمشرکرزي د بګرام زندان په اړه بارک اوباما ته ليک استولى

Posted by on Dec 1st, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل (پژواک ) : د ولسمشر وياند وايي، چې حامد کرزي د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته د بګرام زندان د بشپړ سپارلو په اړه يو ليک استولى دى.

دغه څرګندونې د ولسمشر حامدکرزي وياند ايمل فيضي د ليندۍ په ١٠مه له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وکړې .

هغه زياته کړه ،چې ددې ليک موخه په بشپړه توګه د افغانستان حکومت ته د بګرام زندان سپارل دي .

د فيضي په وينا، اوس هم د بګرام زندان په بشپړه توګه د افغانستان حکومت ته نه دى سپارل شوى .

د ولسمشر د وياند په خبره ، دا چې افغانستان د امريکا يو دوست هېواد دى ، نو که  امريکا غواړي ، چې افغانستان يې متحد او ستراتيژيک ملګرى  وي ، نو بايد د افغانستان ملي حاکميت ته په تمامه مانا درناوى وشي .

د ولسمشر وياند وويل، چې يو پلاوى په دې کار کوي ، چې د بګرام زندان پروسه د افغانستان د نافذه قوانينو په رڼاکې په بشپړه توګه ترسره شي .

افغان او امريکايي چارواکيو د تېر کال په کب مياشت کې هوکړه وکړه، چې د بګرام زندان ټولې چارې او بنديان افغان دولت ته وسپاري، چې له مخې يې د روان کال د وږي په ٢٠ مه ددغه زندان چارې افغان لوري ته وسپارل شوې، خو چارواکي وايي ،چې لا هم ځينې کسان له امريکايانو سره بنديان دي.

خو د روان کال د لړم په ٢٩ مه افغان حکومت ويلي وو، چې په بګرام زندان کې د امريکايي ځواکونو لخوا د افغان بنديانو ساتل د دې زندان په اړه له شوې هوکړې ښکاره سرغړونه او د افغانستان د ملي حاکميت نقضول دي.

بلخوا د ولسمشر وياند د  انګلستان د دفاع وزير هغه څرګندونې هم په کلکه رد کړې ، چې دوى له ځانه سره ساتلي بنديان افغانستان ته نه سپاري.

د انګلستان د دفاع وزير فېلپ هوماند پرون ويلي و ، چې له دوى سره په هلمند ولايت کې يو شمېرافغان بنديان به د افغانستان حکومت ته ځکه ونه سپاري ، چې هلته بياپه افغاني زندانونو کې ځورول کيږي .

بريتانوي چارواکي وايي، دوی اندېښنه لري ، چې د افغانستان په محبسونو کې به بنديانو ته شکنجه ورکړل شي.

خو د ولسمشرکرزي وياند د انګلستان د دفاع وزير ددغو څرګندونو په غبرګون کې وويل ،چې په دې اړه د افغانستان د حکومت موقف له پخوا څخه ښکاره او واضح ده او هغه دا چې هيڅ بهرنى هېواد په افغانستان کې زندان نشي لرلى او د افغانانو د توقف کولو حق نلري  .

فيضي زياته کړه ، چې په افغانستان کې د بهرنيانو زندان درلودل د افغانستان د ملي حاکميت پر خلاف عمل دى او دغه کار ملي حاکميت ته زيان رسوي .

دده په خبره ، چې هيڅ وخت دا دليل نشي کېداى چې د افغانستان حکومت بنديان نشي ساتلى .

د هغه په وينا،د افغانستان په ادارو کې به ستونزې وي ، خو دا ددې مانا نلري  ، چې بهرني هېوادونه دې دلته زندانونه ولري.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حزب الله بازیچه تروریستی رژیم های ایران و سوریه
    • روسیه سرحدات تاجکستان با افغانستان را تقویت می کند
    • جګړه ييز موسم پاى ته رسیدلو ته يواځې څو اوونۍ پاتې دي او مخالفين به هڅه وکړي، چې يو شمېر بريدونه پلان کړي: ناتو
    • د ولسواکۍ د پياوړتيا په نامه د نومول شوې مياشتې په لړکې د ترسره کېدونکو کړنو په هکله دخوست ولايت مقام اعلاميه
    • ناروغه سیاست :طنز
    • د انسان ارګانیزم او سالمی جنسی اړیکی ( د یوی څیړنی پایله )
    • د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو او شته ستونزو د هواري لپاره خوست ښار په دريو برخو وویشل شو
    • متن کامل کنفرانس خبری حامد کرزی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان
    • معاون وزارت خارجه هند در دیداری با حامد کرزی: افغانستان از جمله کشور های است که برای هند اهمیت بسزای دار
    • حامد کرزی کشتار پنج عضو یک خانواده توسط طالبان در ولایت بغلان را شدیداً محکوم کرد