وړمه ورځ د ولسي جرګې غړيو دوې ډېرې مهمې مسالې يو ځل بيا راپورته كړې، يو دا چې په ټول هېواد كې تر يو مليون جريبه زياته دولتي او ملكي ځمكه د غاصبانو لخوا غصب شوې چې په هغو كې 48 زره جريبه يوازې په كابل كې ده چې 11 تنو لويو غاصبانو غصب كړې ده.
دوهم دا چې په لوړو پوستونو ګومارنې د رشوتونو او جوړجاړي له لارې كېږي.
دغه دواړې مسالې عادي خبرې نه دي، د دولت يوه ركن پر بل تور لګولى او دواړه مسالې رسنيو ته راوتلې چې ښايي تر ډېره وشاربل شي، خو د ولسي جرګې غړي د يوه مسوول ارګان د غړيو په حيث نور بايد له كليشه يي ناندريو راووزي، په دواړو برخو كې چې دوى كوم تورونه لګولي بايد مسوول كسان په ګوتو كړي او اړوندو ارګانونو ته يې دې اسناد وسپاري.
كه خبره بيا هم د كومې پټې معاملې او راكړې وركړې نه وي نو اړينه دا ده چې نور زغرد، برالا داسې ګامونه اوچت شي چې په هېواد كې د روان بدمرغه فساد چې اوس په يوه عادي دود بدل شوى مخه ونيول شي.
كوم كوم چارواكي يا زورور په هېواد كې چېرته څومره ځمكې غصب كړې، بايد نومونه يې افشا شي او اسناد يې اړوندو نورو ارګانونو ته وسپارل شي. د لوړو پوستونو د جوړجاړي په باب هم همدغسې ښه دا ده چې د اداري اصلاحاتو كميسيون پر كړنو د مبهم انتقاد پر ځاى پر اسنادو تكيه وشي.
واقعيت دا دى چې په ټول هېواد كې تر يو مليون څه چې تر څو مليون جريبه زياته ځمكه زورورو او له چارواكيو سره په راز كې شريكو يارانو غصب كړې ده، اداري فساد، د بې كفايته كسانو ګومارل او د وزارتونو لخوا د خپلې خوښې د كسانو ګومارلو هڅې بلكل ريښتيا دي، همدغه په فساد كې ښكيل چارواكي زموږ د ټولنې غړي دي، دغه مسايل به څنګه پټ شي، بيا په داسې حال كې چې يو- دوه هم نه دي له بده مرغه په يوه كلتور بدل شوي دي.
خو د فساد يادول او شكايت هيڅكله اصلي ستونزه نشي حل كولاى، دې ته اړتيا ده چې كه د ولسي جرګې په اوړو كې شګه نه وي په صراحت دې دغه مسالې جدي ونيسي، رسنۍ دې په صداقت د فساد د مافيا په وړاندې ودريږي او حكومت په تيره ولسمشر كرزى دې نور خپلو ژمنو ته عملي بڼه وركړي، د زنځيري فساد كړۍ دې ټول په ګډه ماتې كړي او ولس دې ترې وژغوري.
د فساد په اړه متاسفانه د و لسمشر خبرې ريښتيا دي، نړيواله ټولنه يې اصلي سرچينه ده، خو كه ملي اراده وي زموږ راتلونكې به ترې وژغورل شي، كه نه اصلي موخه خو همدغه ده چې په افغانستان كې د افريقا په څېر فسادي مافيا حاكمه او شتمنۍ يې لوټ شي.
دريغه زموږ په كوم دولتي ركن كې دومره ايمان او شهامت را پيدا شي چې ولس د څو ګوتو په شمار حرام خورو له منګولو وژغوري.