دنيا ځان ته حاصل کړه
بمونه د اتوم
راځئ چې مونږ حصار د اتفاق ځان ته پيدا کړو
دا خپل وطن ګلزار کړو
له دې بې اتفاقۍنه
محروم شو ترقۍ نه
په سل زور او زحمت چېرته ټوپک ځان ته پيدا کړو
کارتوس ته يې سودا کړو
بيا ګرځو درپه در
شپه او ورځ پسې ابتر
په قرض او يا په سود وي چې کارتوس ګوتو له راشي
پخپلو کې فتنه شي
د ښمن ته فکر نه وي دستي ولو پرې خپل ورور
مصرف يې کړو په کور
فقط لکه ققس
چې جمع کاندي خس
خپل ځان پکې سېزو مونږ تر څو داسې روزګار کړو
دا خپل وطن ګلزار کړو
نور بس کړئ له نفاق نه
کار واخلئ اتفاق نه
دا واړه پښتانه سره مونږ يو و جود يادبږو
تر څو به نه پوهيږو
شرقي دی که غربي دی
شمالي او جنوبي
دا ټول مونږ سره يو يو لکه يو تن کې څانګونه
څلور وي اندامونه
يو غاښ مو رنځور شي
زخمي په وينو سور شي
په درد باندې ديو غاښ زمونږ ټول وجود عذاب وي
اخته په پېچ و تاب وي
ديو تن په وحشت
په عذاب وي ټول ملت
خالق دې وکړي دا چې دوحدت لاره اختيار کړو
دا خپل وطن ګلزار کړو
تېر شوي واړه تېر کړئ
له زړونو ځنې هېر کړئ
دزړونو لارې يو کړئ
يو دبل په حال نظر کړئ
لاسونه سره ورکړئ
نظر کړئ هرې خوا ته
لږ وګورئ دنيا ته
دعلم او دکمال په وزر وختل اسمان ته
لږ فکر وکړئ ځان ته
تر څو به مو دحال وي
رواج به زمونږ سوال وي
دا لاس او پښې به څه کړو چې ترې کار اخستی نه شو
اخير به وايه څه شو
راځئ دزړه په مينه
موقع مو لاس نه ځينه
ملا وتړئ په ټينګه چې شروع په کسب و کار کړو
دا خپل وطن ګلزار کړو
نفاق يو لوی مرض دی
دتورې ګولۍ ډز دی
که هر څومره لوی قوم وي عاقبت به تباه کېږي
هر څوک پّ دې پوهېږي
دخدای لپاره ورونو
دسمې او دغرونو
توبه کړئ له نفاق نه اتفاق نه واخلئ کار
نفاق دی سور انګار
ځانونه ترې په څنګ کړئ
دمينې ځان پتنګ کړئ
دبغض او حسد نه ووېرېږئ په امان شئ
په سمه لار روان شئ
درد مند زه ملنګ جان يم
له درد نه په سوران يم
بايد چې له خپل بې کمال ژوند نه ځان وزګار کړو
دا خپل وطن ګلزار کړو
فرستادن/حفظ کردن