Posts | Comments | E-mail /

ولسي جرګه څه کوي؟!

Posted by on Dec 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

مبصر ځلاند
په هېواد کې د روان ناورين او ناخوالو اصلي لامل پارلمان يا د ولسي جرګه يادېږي، د نوي حکومت له پيله دا دی دولس کاله تېرېږي، ولسي جرګې دوهمه دوره ده او اينده جرګې ته سرله اوسه مبارزې روانې دي، هغه وکيلانو چې دوهمه دوره هم په ولسي جرګه کې پاتې شوي غواړي په راتلونکي کې د کورنۍ کوم غړی ودروي، هغه وکيلان چې لومړۍ دوره يې ده غواړي په اينده کې هم ودرېږي او بيا دې جرګې ته لار پرانېزي او هغه چې د پارلمان په دورشل يې خپه نده اېښې هم کوښښ کوي چې په راتلونکي کې د ملت استازی شي او د پارلمان په يوه څوکۍ کښېنې.
د پارلمان دوهمې دورې کړنو ته په کتو ويلای شو، چې په ټولنه کې د روان ناورين، ناخوالو او بدمرغيو زېږنده همداء د پارلمان غړي دي او همدوی دي، چې د شخصي ګټو په خاطر همېشه ملي ګټې ترپښو لاندې کوي، دوی دي، چې په امنيتي، کشفي، عدليي او قضايي ارګانونو فشار راوړي او هغه اشخاص خوشې کړي د چا چې دوی سفارشګر شوي وسي، د پارلمان اوسني غړي دي، چې د وزارتونو څخه په قراردادونه اخلي،  په داوطلبۍ کې د نورو سترګو ته د خاورې شيندلو په خاطر برخه اخلي او د همدوۍ شرکت ګټونکی کېږي، قرارداد له دواطلبۍ مخکې د پارلمان له ځينو مشخصو او د ځاني ګټو ليونيو غړو سره شريکېږی، دا غړي بيا څو شرکتونه په مختلفو نومونو لري، همداء د يو نفر شرکتونه په مختلفو نومونو په دواطلبۍ کې برخه اخلي له ټولو څخه يې يو شرکت ترلاسه کوي، خو ځينې داسې قراردادونه هم شته، چې په فوق العاده ډول ورکول کېږي، په ادارو کې فرمايشي او د وکيلانو په خوښه ګمارنه بله ستونزه ده چې اوس مهال ورسره نه يوازې مامورين بلکه ټول افغانان په تنګ دي، د وکیلانو نږدې خپلوان په کليدي او مهمو پوستونو ګمارل کېږي حال دا چې هغه اشخاص چې لياقت ولري له دندو ګوښه کېږي، تېره ورځ مې د ياران په وېب پاڼه کې پريوې ليکنې سترګې ولګېدې چې سرليک یې و (د پوهنې وزارت په کوم لوري؟)، د ليکنې په اوږدو کې يې د ننګرهار دارالمعلين مشرتابه څوکۍ لپاره د پوهنې وزیر په امضاء په يو وخت کې ۷ نفره پيژندل شوي و، ليکوال ليکلي چې اوسنی رئيس (ارتش) په رېښتوني ارتش دی هېڅ له څوکۍ نه پاڅېږي، د ليکوال احساس د ستاينې وړ دی، ځکه نوموړي په ټولنه کې بدمرغۍ ليدلي او بيا یې د قلم په ژبه ټولو هېوادوالو سره شريک کړي، ځيني نور ليکوالان هم شته چې په حقيت ولاړې ليکنې کوي او له هېچا څخه نه بېرېږي، خو ځيني نور یې بيا په مادي امکاناتو او شخصي روابطو د هغه چا په خلاف مثبتې ليکنې او تبصرې کوي چې هېڅکله د چا ضميریې منلی نشي، په ګردي ميزونو کې هم مبصرين هېڅ دې ټکي ته متوجه ندي چې د هېواد روان ناورين اصلي لامل څوک دی او ولې ورته ګوته نه نېول کېږي؟ چې ټوله پړه پر ولسمشر اچوي، ولسمشر تراوسه رېښتيا هم ډېر ښه  کارونه کړي چې ليکل او په دې لنډه ليکنه کې يې ځايول ناشوني دي، خو دومره وايم چې ای د قلم خاوندانو! خپل قلم مه خرڅوئ، رېښتنوی وسئ، هغه څوک وستايئ چې د ستايلو وي او هغه څوک وټکوئ چې د ټکولو وي، پر يوې مسلې له پوره دقت او څيړنې وروسته لاس په کار شئ مه دا چې  په تشو خبرو د چا تېروزئ، زموږ ټولنه همدا ارګان او ستاسو (لیکوالانو، د نظرخاوندانو، مبصرینو) په مثبته همکارۍ له روان ناورين څخه وتلی شي.
تاسو اوس زما په ليکنه شک ونکړئ او ونه وايې چې لومړی دې د وکيلانو منفي حالات بيان کړل پرته لدې چې ثبوت موجود ندی ، او بيا دې پر  ليکوالانو، د نظرخاوندانو او مبصرینو غږ وکړو چې په تشو خبرو مه تېروزئ له پوره دقيت او څيړنې وروسته لاس په کار شئ،
قدرمنو!!! زه درته د خپلې ليکنې ثبوت لپاره درې خبرې وړاندې کوم تحليل تاسو وکړئ .
لومړی: د څو ورځو لپاره په مختلفو وزارت خانو وګرځئ، تاسو به حتماً په لسګونه وکيلان هلته وګورئ، او که په وزارتونو کې لږ شناخت لرئ له چا څخه پوښتنه وکړئ چې ولې او د څه لپاره دوی وزارتونو ته درومي؟ تاسو ته خامخا هغه خبرې کوي کومې چې ماو کړې.
دوهم: يوازې د خپلې خاورې سره د مينې په خاطر په ادارو کې له ځينو مامورینو وپوښتۍ چې په ادارو کې څومره کسان د وکيلان ملګري او دوستان دي او څومره وطندوسته يې له دندو ګوښه کړي، د ننګرهار ولايت د دارالمعلين رياست يې ژوندۍ بيلګه ده.
درېيم: د دې لپاره چې د ولسي جرګې غړي امنيتي خلک ونه زوروي په خپل سر یې د موټرونو نمبرپلېټونه تغير کړي ولسي جرګي غړو (وج) او د مشرانو جرګې غړو (م ج) په نمبر پليټونو لګولي او ورسره څنګ يې بيا د خپل سيټ نمبر وهلی لکه (وج ۲۱۷)، حال دا چې نمبرپليټونه هم سره ورته ندي او به يو ډيزاين ندي جوړ شوي،  اوس تاسو فکر وکړئ که څوک جعلي نمبرپليټ جوړ کړي او منفي يې وکاروئ ګناه به یې د چا وي د وکيلانو که د امنيتي ساتونکو؟
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور